دتيلو نرخونو کښې شوې اضافه دې واپس واخستل شي، حافظ نعيم الرحمان

Apr 3, 2026 - 16:52
 0  4
دتيلو نرخونو کښې شوې اضافه دې واپس واخستل شي، حافظ نعيم الرحمان

 لاهور( وحدت خبر) دجماعت اسلامي  مشر حافظ نعيم الرحمان وئيلي دي چې  دتيلو نرخونو کښې شوې اضافه دې واپس واخستل شي، حافظ نعيم الرحمان  په لاهور کښې  دپيټرولو اؤ ډيزلو په بيعو کښې دظالمانو اضافې خلاف يوې  لوئې احتجاجي ريلۍ ته په وينا کښې ووئيل چې   دحکومت لخوا دسيمې دحالاتو په بهانه په اولس دبوج اچولو ظالمانه اؤ وحشيانه اضافه دمنلو وړ نۀ ده، دۀ ووئيل چې   دحکومت لخوا په عالمي کچه دتيلو په بيعو کښې دکمي په وخت خو پاکستاني اولس ته ريليف نۀ شي ورکولے، ددۀ وينا وه چې دپاکستان عونام دپيټرولو اؤ ديزلو په قيمتونو کښې ظالمانه اؤ وحشيانه اضافه مسترد کوي. ددۀ وينا وه چې  حکومت دې دپيټروليم مصنوعاتو باندې ديو سل شپيتۀ روپۍ في ليټر ليوي اؤ نور ټيکسونو ختمولو سره دپيټرولولو اؤ ډيزلو په قيمت کښې پنځوس فيصده کمي کولو سره عامو پاکستانيانو ته ريليف ورکړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي