داپريشن غضب للحق نه پس ترهه ګرۍ کښې ٦٥ فيصده کمے
پېښور( وحدت خبر) په افغانستان کښې ددهشت ګردو خلاف داپريشن غضب للحق داغاز نه پس په خېبرپښتونخوا کښې دترهه ګرۍ په پېښو کښې ډاګيز کمے ريکارډ کړے شوے دے چې سيکورټي ادارې ئې لويه کاميابه ګرځوي. دسرکاريدستاويز ترمخه د٢٦مې اؤ ٢٧مې فورۍ په مينځ شپه شروع کړے شوي دې اپريشن نه پس په صوبه کښې ددهشت ګردۍ په پېښو کښې ٦٥ فيصده کمے راغلے دے، په رپورټ کښې وئيل شويدي چې داپريشن نه وړاندې سږکال خېبرپښتونخوا کښې دترهه ګرۍ ٢٤٠ پېښې رپورټ شوې وې، داپريشن نه پس تراوسه دا شمير ٨٠ؤ ته راکم شوے دے. ددستاويز ترمخه داپريشن نه وړاندې سږکال په نهمه هفته ددهشت ګردۍ ترټولو زياتې ٤٨ پېښې رپورټ شوې وې خو داپريشن نه پس دولسم هفته کښېدا شمير دولسو ته راکم شوے دے،همدغه شان په لسمه هفته کښې دوه څلويښټ اؤ يوولسم هفته کښې يو کم ديرش پېښې رپورټ شوې وې چې دسيکورټي اقداماتو نه پس مسلسل کمې شويدي. دشمير ترمخه سږکال په صوبه کښې په مجموعي توګه ددهشت ګردۍ ٣٢٣ پېښې رپورټ شوي، دماهرينو وينا ده چې اوسنے کمے ددې خبرې ثبوت دے چې دمربوطې حکمت عملۍ دلارې په ترهه ګرۍ قابو موندل کيدے شي،په دې لړ کښې دداخله چارو دمملکت وزير طلال چوهدري وئيلي افغانستان کښې دترهه ګرو اؤ دهغوي دپناه ځايونو په نخښه کولو په وجه ډاګيزه بهتري راغلې ده، هغه وئيلي دي چې حکومت به په هر صورت کښې دملک نه د دهشت ګردۍ خاتمه يقيني کوي. دۀ وئيلي دي چې اپريشن غضب للحق په دوران اسلام اباداؤ دبنو پشمول ګڼو حملو کښې ککړ ماسټر مائنډز هلاک کړے شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0