دپاکستاني ، افغانستان اؤ چينائي چارواکو ترمينځ دچين په ارمچي ښار کښې ملاقات
اسلام اباد( وحدت خبر) دپاکستاني، افغانستان اؤ چينائي چارواکو ترمينځ دشورو په ورځ دچين په ارمچي ښار کښې درې فريقي ميکانزم لاندې ملاقات شوے دے، دملاقات نه وړاندې په ٢٦م ه فرورۍ ددهشت ګردو دځالو خلاف اپريشن غضب للحق شروع کړے شوې ؤ. دواړو ملکونو ترمينځ سفارتي رابطې تر ډيره حده معطل شوې وې. دخارجه وزارت يو سينئر چارواکي چې دمذاکراتو دحساس نوعيت په وجه ئې دخپل نوم نۀ څرګندولو درخواست کړے، ډان ته وئيلي چې دا ملاقات په بنيادي توګه دثالثۍ کوشش نۀ ؤ. دې اجلاس کښې اوسني تاؤتريخوالي ته دمختلف نقطه نظر باندې تبادلې کولو ته پام ګرځول شوے ؤ. دکومې لوئې نتيجې توقعو هم پکښې نۀ کيده، خو داسې ګڼل کيدل چې چين داعتمادۍ سازۍ اقداماتو، لکه دتجارتي لارو بحالۍ باندې زور راوړلو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0