دهرې ورځې په تيريدو صوبه کښې امنيتي صورتحال خرابيږي، اے اين پي

Apr 3, 2026 - 16:15
 0  5
دهرې ورځې په تيريدو صوبه کښې امنيتي صورتحال خرابيږي، اے اين پي

پېښور( وحدت خبر)  عوامي نيشنل پارټۍ دبنو په ډوميل تحصيل کښې دخودکش حملې سخته غندنه کړې ده،  پخپل يو بيان کښې دعوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدر  ميا افتخار حسين و ئيلي دي چې  دهرې ورځې په تيريدو صوبه کښې امنيتي صورتحال خرابيږي،  دۀ وئيلي دي چې    دبنو په خودکش حمله کښې ددريوو زنانه ؤ پشمول دپينځوو کسانو شهادت انتهائي افسوسناک دے، ددۀ وينا ده چې  دمعصومو اؤ بې ګناه اولسي وګړو په نخښه کوونکي عناصر په انسان دبللو مستحق نۀ دي، ميا افتخار حسين وئيلي دي چې  دعارضي اؤ ناکامه پاليسيو قيمت نن  عوام پخپلې وينې سره ادا کوي، غيرسنجيدګۍ اؤ کمزورې حکمت عملۍ په وجه دهشت ګرد عناصر دوړاندې نه هم ډير  منظم شويدي، دمختلفو ضلعو نه مسلسل  ددهشت ګردو دسرعام ګشت کولو خبرونه مخې ته راروان دي،  کۀ ددهشت ګردو ددوباره ابادکارۍ پشان فيصلې نۀ وې شوے نو نن به حالات يقيناً چې مختلف وے. دموجوده حالاتو ذمه وار هاغه خلق دي چې ددهشت ګردو سهولت کاري اؤ ابادکاري ئې کړې ده. دبدقسمتۍ نه تراوسه په دې سازش کښې دککړو کردارونو خلاف کومه کارروائي نۀ ده ليدل شوې. صوبائي اؤ وفاقي حکومت داقداماتو کولو پځائے  دحالاتو ذمه واري په يو بل اچوي. دامن قيام دصوبائي حکومت وړومبۍ ذمه واري ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي