بنو کښې وسله والو پوليس اهلکار ووژلو

Apr 7, 2026 - 01:33
 0  2
بنو کښې وسله والو پوليس اهلکار ووژلو

بنو ( وحدت خبر)  د پوليس يو بهادر اهلکار کانسټيبل شېر محمد د وطن د حفاظت په وخت  د شهادت جام نوش کړو.   د تفصيلاتو ترمخه، د بنو  ميريان  روډ، د کنګر جان بهادر په مقام د موټرسايکل سورو  دهشتګردو په ډزو   کانسټيبل شېر محمد د شهادت لوئې مرتبې ته ورسيدو. د پېښې نه پس پوليسو سيمه محاصره  کړه او سرچ آپريشن ئې شروع کړو چې  دغه شان حمله کښې  ککړ دهشتګرد  زر تر زره ونيول شي. وروستو د شهيد د جنازې لمونځ  په اقبال شهيد پوليس لائن بنو  کښې  سرکاري اعزاز سره ادا شو،. جنازه کښې ډي پي او بنو  ياسر آفريدی، ډپټي کمشنر محمد فهيم، ډپټي کمانډر 116 بريګيډ کرنل طلعت نه علاوه د پوليس او انتظاميې  اعلى افسرانو، ځوانانو او د شهيد خپلوانو په لوئې شمېر  کښې ګډون وکړو. په دې موقع ډي پي او بنو  ووئيل چې د بنو  پوليس بهادر ځوانانو قربانۍ به هيڅکله ضايع نه شي. شهيدان زمونږ وياړ دے او د هغوی په وينه   په وطن کښې د امن شمع بله ده. هغه يقين ورکړو چې  ترهه ګر به زر خپل انجام ته  ورسولے شي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي