دپيټرولو نرخ کښې صرف د٨٠ روپو کمے دمنلو وړ نۀ دے، ميا افتخار
پېښور( وحدت خبر) دعوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدر ميا افتخار حسين ،ئيلي دي چې دپيټرولو نرخ کښې صرف د٨٠ روپو کمے دمنلو وړ نۀ دے، ميا افتخار حسين وئيلي دي چې په عالمي سطح معاشي بحران پخپل ځائے موجود دے خو دحکومت طرز عمل انتهائي افسوسناک دے، پخپل يو بيان کښې دۀ وئيلي دي چې حکومت دهر مشکل بوج صرف په عوامو اچوي اؤ ورته دقربانۍ وينا کوي،داےاين پي صوبائي صدر پوښتنه کړې ده چې ايا دعالمي بحران اثر صرف په پاکستان دے؟ نور ملکونه هم په دې صورتحال کښې خپلو عوامو ته ريليف راهم کوي، دۀ وئيلي دي پاکستان واحد ملک جوړ شوے چرته چې په دې مشکل وخت کښې ټول بوج غريبو عوامو ته منتقل کولے شي، دۀ وئيلي دي چې دپيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې اوسنۍ اضافه دعالمي بحران نتيجه نۀ ده، دحکومت لخوا سخته اضافه دائي ايم ايف دشرائطو پوره کولو کوشش دے. کومې قرضي چې په ماضي کښې اخستل شوي اؤ کومې چې اوس اخستل کيږي، دې سره اولس ته تراوسه څه فائده شوې ده؟ حقيقت دا دے چې ددې قرضو نيغ په نيغه فائده صرف حکمرانې طبقې اؤ اشرافيې ته رسيدلې ده. عوام مسلسل ګرانۍ، بې روزګارۍ اؤ دبدامنۍ په دلدل کښې نښلي، دعالمي مارکيټ په مقابله کښې په پاکستان کښې دپيټروليم مصنوعاتو قيمتونه دوړاندې نه په لوړه کچه دي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0