جنوبي وزيرستان، دتيلو بيعو کښې دزياتوالي خلاف دپي ټي ائي احتجاج
وانا (نورعلي) د جنوبي وزيرستان لوئر سيمې وانا کښې د پټرول او ډيزل د قيمتونو وروستي زياتوالي پۀ ضد د انصاف يوتھ ونګ کارکنانو احتجاجي مظاهره وکړه۔ دا مظاهره د صوبائي صدر جنيد اکبر خان، د انصاف يوتھ ونګ ساؤتھ ريجن صدر عبدالوسيع محسود او سيکرټري جنرل حسن خټک په هدايت ترسره شوه۔ په مظاهره کښې ګډونوالو ځوانانو د حکومت پۀ ضد پلے کارډونه او بينرونه پورته کړي وو، چې پرې د مهنګايۍ پۀ ضد شعارونه ليکل شوي وو۔ مظاهره کوونکو ووئيل چې د پټروليم مصنوعاتو قيمتونو مسلسل زياتوالے د خلقو پۀ ضد ظلم دے، چې دعامو خلقو ژوند ئې له سختو ستونزو سره مخ کړے دے۔ ګډونوالو وويل چې د مهنګايۍ وروستۍ چپه د غريب او متوسط طبقو ژوند ګران کړے، په داسې حال کښې چې حکومت د خلقو لپاره راحت برابرولو کښې ناکام ښکاري۔ دوي غوښتنه وکړه چې د پټرول او ډيزل قيمتونو کښې فوري کموالے دې وشي او د ګرانۍ د کنټرول لپاره دې مؤثره او عملي اقدامات ترسره شي۔ د احتجاج په وخت ځوانانو څرګنده کړه چې دوي به د خلقو د حقونو لپاره پۀ هر سطحه خپل غږ پورته کوي او د ناانصافي پۀ ضد به خپله مبارزه جاري ساتي۔ د مظاهرې مشري د پي ټي آئي سينئر رهبر ګل محمد وزير کړې ۔ مظاهره کوونکو د مهنگايۍ پۀ ضد شعارونه ورکړل او د حکومت پۀ ضد ئې خپله غصه څرګنده کړه۔ مقررينو زياته کړه چې نرخونو کښې د زياتوالي وروسته د پټرول او ډيزل قيمتونه د تاريخ تر ټولو لوړې سطحې ته رسېدلي، چې د خلقو ستونزې ئې لا پسې زياتې کړي دي۔ دوي د جنوبي وزيرستان لوئر خلقو نه غوښتنه وکړه چې د مهنگايۍ پۀ ضد په احتجاج کښې په پوره توګه ګډون وکړي۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0