نوښار،دشوکمارو په ډزو پلار مړ، څلور کلن زوې ژوبل
نوښار( وحدت خبريال) دنوښار اکبرپوره بدۀنۍ روډ باندې دټارګټ کلنګ په يوه پېښه کښې دموټرسائيکل سورو نقاب پوشو غلو په ډزو پلار پحق رسيدلے اؤ زوې ئې سخت ژوبل شوے دے، څلور کلن ژوبل شوے ماشوم په تشويشناک حالت کښې دے، دسرچينو وينا ده چې دواړه پلار اؤ زوې په تشويشناک حالت کښې ليډي ريډنګ هسپتال پېښور ته منتقلولے شول چې په دې وخت نثار خان سواتي دزخمونو تاب رانۀ وړو اؤ ساه ئې ورکړه، دهغه څلور کلن زوې په تشويشناک حالت کښې دے، پوليسو تصديق کړے دے چې تير کال په مقتول دخپلې ورور دکور دننه په بې دردۍ سره دقتلولو الزام ؤ، دپوسټ مارټم نه پس دمقتول نثار خان سواتي مړے وارثانو ته سپارل شوے دے. اکبربوره تاڼه کښې دملزمانو خلاف مقدمه درج کړے شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0