پاک فوج دشمن ته سخته مرګ ژوبله اړولې،رپورټ

Oct 14, 2025 - 22:58
 0  4
پاک فوج  دشمن ته سخته مرګ ژوبله اړولې،رپورټ

په پاک افغان سرحد  په ١١م اؤ ١٢م اکتوبر دفتنة الهندوستان اؤ افغان طالبانو لخوا په سرحدي پوستو حمله شوې وه، پاک فوج  دشمن ته سخته مرګ ژوبله اړولې. داے ار وائي دبيورو چيف ترمخه  اکثره دا سوال راپورته کولے شي چې په سرحد ازغن تار ولې لګول شوے دے، دغه هاغه ازغن تار دے چې ددراندازۍ دمخنيوي لپاره لګول شوے ؤ، دا علاقه ډيره سخته اؤ غرايزه ده، دلته  دپاک فوج ځوانان په هر قسمه موسم، کۀ باران وي، زول  اؤ طوفان وي، يخني وي او که واوره وريږي، دخپل سرحد دحفاظت لپاره موجود وي،  مخې ته ئې دافغانستان سرحدي اؤ غرايزه علاقه ده. درپورټ ترمخه   دپاک فوج ځوانان په سرحدي علاقو کښې دسختو حالاتو باوجود دپولې دحفاظت لپاره موجود وي، رپورټ کې وئيل شويدي چې  پاک فوج يو انتهائي پېشه ور اؤ چټک ځواک دے چې په ډير مهارت سره ئې دشمن ته موثره جواب ورکړيدے. ددشمن په ٢١ؤ پوزيشنو هم قبضه شوې اؤ هلته دپاکستان جهنډا پورته کړے شوې ده. د١١م اؤ١٢م اکتوبر په شپه  دافغانستان هاغه ټولې اډې چې په سرحد دپاکستان دننه دحملو لپاره استعماليدې، او دفتنة الخوارجو په قبضه کښې وې، دپاک فوج لخوا په نخښه کړے شوي اؤ تباه کړے شويدي، په دې کښې  د٢٠٠ؤ نه زيات خوارج اؤ افغان طالبان هلاک شوي، دزخميانو شمير ددې نه هم زيات دے. کۀ کوم دشمن سرحد ته دراننوتلو کوشش کوي نو ورته به سخت جواب ورکولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي