پاکستان دامريکې اؤ ايران ترمينځ دمذاکراتو کوربتوب ته امادګي څرګنده کړه

Mar 24, 2026 - 19:42
 0  9
پاکستان دامريکې اؤ ايران ترمينځ دمذاکراتو کوربتوب ته امادګي څرګنده کړه

پېښور: د پاکستان وزيراعظم د منځني ختيز د جګړې د ختمولو لپاره روانو خبرو اترو هڅې ستايلې او دمسئلې دحل لپاره ئې  دکوششونو دجاري ساتلو عزم څرګندکړےدے.

وزيراعظم شهباز شريف په ټولنيزو رسنيو  پخپل بيان کښې ويلي، چې پاکستان د سيمې د امن او ثبات په خاطر د منځني ختيز د شخړې د پای ته رسولو لپاره د روانو خبرو اترو هرکلے کوي او پوره ملاتړ ئې کوي.

هغه زياته کړه چې  د  امريکا او ايران  درضامندۍ نه پس  پاکستان تيار  دے چې د دې روانې لانجې د يو جامع حل لپاره د اغېزناکو مذاکراتو د اسانتيا برابرولو او کوربه‌توب  ذمه واري پۀ  غاړه واخلي.

وزيراعظم دا هم ويلي چې پاکستان ته دا يو وياړ دے چې په دې مهمه مسئله کښې د منځګړي رول ولوبوي.

تر دې وړاندې دپاکستاني پوځ سرلښکر فيلډ مارشل حافظ سيد عاصم منير د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ سره ټيليفوني خبرې کړې وې، چې د سپينې ماڼۍ وياندې هم د دې تماس پخلے کړے دے.

نړيوالو رسنيو هم راپور ورکړے چې د ايران ستر مشر مجتبی خامنه‌يي د امريکا د صدر له خوا د مذاکراتو وړانديز ته مثبت  ردعمل ښودلے او د خبرو اترو لپاره ئې  امادګي څرګنده کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي