دعمران خان ميرمنې بشرى بي بي ته هم سترګه کښې دتکليف شکايت

Mar 29, 2026 - 14:06
 0  5
دعمران خان ميرمنې بشرى بي بي ته هم سترګه کښې دتکليف شکايت

پيندۍ( وحدت خبر) دعمران خان ميرمنې بشرى بي بي ته هم سترګه کښې دتکليف شکايت دے، دذريعو وينا ده چې    دراولپينډۍ جيل کښې دعمران خان دميرمنې طبي معائنه ترسره شوې ده ، ذريعو وئيلي دي چې  بشرى بي بي په ښي سترګه  کښې دکم ښکاريدو اؤ سر درد شکايت کړے ؤ. چې په دې ماهر ډاکټر طـلب کړے شوے دے. دپمز هسپتال ډاکټر محمد عارف خان جيل ته رسيدلے اؤ دبشرى بي بي تفصيلي  معائنه ئې کړې ده، دمعائنې نه پس  هغې ته مخصوص ائي ډراپس اؤ نور دوايانې تجويز کړے شوي دي. ډاکټر بشرى بي بي ته هدايت کړے دے چې هغه دې دمطالعې لپاره دې دروښانه ځائے استعمال وکړي چې دغه شان ئې په سترګو دباؤ کم راځي. همدغه شان ډاکټر هغې ته څلور هفتې پس ددوباره معائنې کولو مشوره ورکړې ده چې دغه شان ئې د حالت جائزه واخستل شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي