په يو ځائے کښيناستلو سره مسئلې حل کيدے شي،فيصل کريم کنډي

Nov 12, 2025 - 22:41
 0  4
په يو ځائے کښيناستلو سره مسئلې حل کيدے شي،فيصل کريم کنډي

پېښور( وحدت خبر)  دخېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې  کۀ مونږ په شريکه کښينۀ نو دمسئلې حل به نۀ راوځي، په پېښور کښې امن جرګې ته دوينا په وخت ګورنر ووئيل چې  دټولې صوبې په يو هال کښې په راجمع کولو سپيکر ته مبارکي پيش کووم، زۀ ګڼم چې مونږ ته به ماضي هيرول وي، دمستقبل سوچ به کول وي. فيصل کريم کنډي ووئيل چې  دخوش قسمتۍ يا بد قسمتۍ نه زمونږ په ګاونډي کښې  افغانستان دے، زمونږ دژوند  ټولو څانګو سره تعلق لرونکو خلقو شهادتونه پيش کړيدي، ترڅو چې صوبائي حکومت، وفاق اؤ سيکورټي ادارې په يو ځائے کښينۀ ني امن او ترقي ممکن نۀ ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي