نوښار کښې د افغان مهاجرينو خلاف ګرينډاپريشن،42افغان مهاجرين ګرفتار
نوښار( وحدت خبريال) دنوښار کينټ، رسالپور، اکوړه خټک اؤ پبو کښې دافغان مهاجرينو انخلا لپاره ګرينډ اپريشن په دريم ورځ هم جاري دے، ګرينډ اپريشن کښې ٤٢ افغان مهاجرين نيول شوي اؤ په ضد ئې مقدمې درج کړے شويدي،نوښار کينټ کلاتهـ مارکيټ، هسپتال روډ، باړه مارکيټ، اکوړه خټک کښې ددرنې نفرۍ اؤ پوليس وينز سره پوليسو دافغان مهاجرينو خلاف په لويه پيمانه کور په کور تالاشي اخستې ده، په لسګونو دوکانونه سيل کړے شويدي، په مختلفو علاقو کښې دچهاپو په دورانپه ګڼ شمير کښې کسان ګرفتار کړے شويدي اؤ تاڼې ته منتقل کړے شويدي، نورې کارروايۍ هم روانې دي، دپوليسو وينا ده چې دوفاقي حکومت داحکاماتو لاندې څو ورځو پورې دروزانه په بنياد به اپريشن روان وي، دډسټرکټ کورټ نوښار ذريعو ترمخه ګرفتار دوه څلويښت افغان مهاجرينو ضمانتونه مسترد کړے شويدي، دعدالت نه دضمانتونو مسترد کيدو وروسته ټول افغان مهاجرين سنټرل جيل مردان ته منتقل کړے شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0