لنډي کوتل، دوزيراعلى سهيل افريدي افغان مهاجرينو ته داسانيو ورکولو امر

Apr 12, 2026 - 01:12
 0  8
لنډي کوتل، دوزيراعلى سهيل افريدي افغان مهاجرينو ته داسانيو ورکولو امر

 لنډي کوتل( مينه وال شينواري)  دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي پهه لنډي کوتل کښې دقائم افغان هولډنګ کيمپ دوره کړې اؤ دانتظاماتو جائزه ئې اخستې ده، هغه ميډيا  اؤ افغان مهاجرينو سره په خبرو کښې ووئيل چې  افغان مهاجرين زمونږ ميلمانۀ پاتې شوي اؤ دوي په باعزته طريقې سره رخصت کولے شي چې ددې لپاره صوبائي حکومت  دپي ډي ايم اے سره ټول انتظامات اؤ سهولتونه ورکړيدي، وزيراعلى په دې موقعه دنادرا کاونټرو ٢٠ؤ نه ٤٠ؤ پورې کولو احکامات جاري کړيدي چې دغه شان دډيټا انټري عمل تيز شي اؤ افغان مهاجرين انتظار اؤ تکليف نه بچ شي، وزيراعلى  دخېبر دضلعي انتظاميې اؤ صوبائي ادارو دکارکردګۍ ستائينه وکړه اؤ وې وئيل چې هولډ کيمپ کښې بهترين انتظامات شويدي، دۀ ووئيل په کيمپونو دباؤ زيات دے خو حکومت واپسي کوونکو خاندانونو ته هر ممکن ريليف فراهم کولو لپاره اقدامات کوي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي