غزوه هند به کيږي، دشهادت لپاره هر وخت تيار يو،دوزيراعلى دکابينې غونډې ته وينا

پېښور: دخېبرپښتونخوا وزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور په مشرۍ دصوبائي کابينې هنګامي اجلاس دشورو په ورځ په وزيراعلي هاؤس سيکرټريټ پېښور کښې ترسره شوے دے چې پکښې دپاکستان خلاف دهند په جارحيت دسخت ردعمل اظهار شوے دے اؤ دجارحانه اقدام په سختو ټکو کښې غندنه شوې ده.
دصوبائي اسمبلۍ سپيکر بابر سليم سواتي، په صوبائي اسمبلۍ کښې اپوزيشن ليډر عبادالله خان، دصوبائي کابينې غړو، چيف سيکرټري، دخېبرپښتونخوا ائي جي پي، ايډيشنل چيف سيکرټري اؤ انتظامي سيکرټريز په اجلاس کښې شرکت کړے دے.
په اجلاس کښې دهندي جارحيت په نتيجه کښې دشهيد شوو کسانو ددرجو لوړوالي اؤ دژوبل شوو دصحتيابۍ اؤ ملکي سلامتۍ لپاره دعا شوې ده، همدغه شان په اجلاس کښې دملکي دفاع لپاره دهرقسمه قربانۍ ورکولو دعزم اظهار شوے دے، ددې ترڅنګ دبهارتي جارحيت دخله ماتي جواب ورکولو لپاره سيکورټي فورسز ته دهرقسمه مرستې ورکولو باور ورکړے شوے دے.
کابينې دهند لخوا دجارحيت غندنه وکړه ، دا يې افسوسناک ګرځولے اؤ وئيلي ئې دي چې دهند لخوا دشپې په تياره کښې اولسي ابادي په نخښه کول ډيرشرمناک اؤ بزدلانه اقدام دے، هندي اقدام دبين الاقوامي قوانينو سنګينه خلاف ورزي ده او نړيواله ورورولي دې ددې نوټس واخلي.
په اجلاس کښې دخپلو خيالاتو دڅرګندونې په دوران وزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور ووئيل چې غزوه هند به کيږي، دشهادت لپاره هر وخت تيار يو.
دۀ ووئيل چې دوطن ددفاع لپاره مونږ ټول متحد يو، مودي علاقائي امن اؤ خپل ملک په خطر کښې اچولے دے، دجواب ورکولو حق محفوظ لرو.
What's Your Reaction?






