بنو کښې درې قومي مشران وسله والو ووژل
په ضلع بنو کښې درې قومي مشران وسله والووژلي دي، دميډيا رپورټ کښې دذريعو په اړه وئيل شويدي چې ټي ټي پي دمروت بيټني قوميتحريک درې مشران حاجي فرمان الله، ولي الله اؤ عطاء الله اغوا کړي وو، ذريعو وئيلي دي چې ترهه ګرو وړومبے مشرانو ته دتښتول شوو کسانو درهايۍ باور ورکړے ؤ خو وروسته ئې په تشدد سره ووژل،سرچينو وئيلي دي چې دمقتولينو لاشونه دټوچي پل سره نزدې زړې پوليس چوکۍ، مروت کينال سره نزدې غورزول شويدي، علاقه کښې ددې پېښې په وجه ويره ترهه خوره شوې ده. عوامو ددې پېښې سخته غندنه کړې ده.دمقامي مشرانو وينا ده چې دبې ګناه خلقو په دغه شان په نخښه کولو سره ټي ټي پي دعلاقې دامن تباه کولو کوشش کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0