نوښار، دټک ټاک ويډيو شوق،يو ځوان ريل ګاډي وچقولو
نوښار( سيد نديم مشواني) دنوښار امانګړهـ پل سره نزدې په ريل پاټلۍ دټک ټاک جوړونکے ځوان دټرين په زد کښې دراتللو په سبب پحق رسيدلے دے، دريسکيو١١٢٢ ترمخه دپېښور نه کراچۍ ته روان رحمان بابا ايکسپريس ټرين په زد کښې د راتللو په وجه ٢٢ کلن ځوان مصنف شاه دپيران نظام پور اوسيدونکي مړے دپوسټ مارټم لپاره ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال نوښار ته منتقل کړے شوے دے، دوفات شوي ځوان دپلار ترمخه دهغه زوې ددوايۍ راوړلو لپاره روان ؤ چې دريل ګاډي په زد کښې راغلو، هغه وئيلي څه قسمه قانوني کارروائي کول ل نۀ غواړي، دپوسټ مارټم نه پس مړے وارثانو ته سپارل شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0