خېبرپښتونخوا، په صنفي بنياد دتشدد پېښو کښې ډاګيزه اضافه شوې ده، ايچ ار سي پي
خېبرپښتونخوا کښې د٢٠٢٤م په دوران دقانون عملداري کمزورې وه، په صنفي بنياد دتشدد په پېښو کښې ډاګيزه اضافه شوې ده.
دانساني حقونو دپاکستان کميشن( ايچ ار سي پي) خېبرپښتونخوا وائس چئيرپرسن اکبر خان پېښور پريس کلب کښې دپريس کانفرنس په دوران دانساني حقونو دصورتحال په اړه خپل کليز رپورټ جاري کړے دے.
درپورټ ترمخه په ملک کښې جمهوري معيار کښې ډاګيز کمے ليدل شوے دے چې بنيادي وجه ئې دعامو انتخاباتو په شفافيت سيوا کيدونکې اندېښنې اؤ دپارليماني نظام کمزوري ده.
په رپورټ کښې وئيل شويدي چې په خېبرپښتونخوا کښې د٢٠٢٤م په دوران دشدت خوښۍ له امله عام وګړي، قانون نافذونکې ادارې اؤ امنيتي اهلکار ددرنې مرګ ژوبلې سره مخ شوي چې ددې سيمې دخرابيدونکي امنيتي صورتحال عکاسي کوي.
په کرمه ضلع کښې فرقه وارانه تشدد اؤ دقبائيلي دشمينيو په نتيجه کښې ٢٥٠ کسان وژل شوي، سړکونو اؤ دخوراک څښاک درسد بنديدو په وجه انساني بحران پيدا شوے اؤ اوس هم حالات معمول ته نۀ دي راغلي.
په رپورټ کښې وئيل شويدي چې د جمهوري حکمرانۍ اؤ اولسي وګړو دازاديو نيشتوالي اؤدامن وامان خرابيدونکي صورتحال ددې سيمې سياسي اؤ سماجي استحکام باندې سنګينې پوښتنې راولاړې کړيدي. دصوبائي پوليسو دشميرې ترمخه دتوهين مذهب په الزام کښې په ٧٧ کسانو مقدمې درج کړے شوي اؤ ٤٩ کسان نيول شويدي چې پکښې يوه زنانه هم شامل دي،
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0