دادارو مستحکم کول دحکومت اولنۍ ترجيح ده،وزيراعلى سهيل افريدے
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي دشورو په ورځ غلام اسحاق خان انسټيټيوټ اف انجنئيرنګ سائنسز اينډ ټيکنالوجي، صوابۍ دوره کړې ده، چرته چې هغه د فيکلټي اپارتمنټس باقاعده پرانسته کړې ده. په دې موقعه وزيراعلى جي ائي کے انسټيټيوټ کښې زيرتعليم قبائيلي ضلعو زده کوونکو لپاره دشلو خصوصي سکالر شپونو اعلان هم کړے دے. دۀ ووئيل چې کله چې هم زده کوونکو ته دڅه قسمه مدد يا مرستې ضرورت پيښ شي، دعمران خان صوبائي حکومت ب هميشه ددوي سره ولاړ وي، وزيراعلى ووئيل چې په خېبرپښتونخوا کښې به يو ماشوم هم صرف دمالي وسائيلو دنيشتوالي په وجه خپل تعليم نيمګړے نۀ پريږدي، دۀ په زده کوونکو زور راوړے دے چې دنوو او تخليقي تصوراتو سره مخې ته راشي ځکه چې صوبائي حکومت به دځوانانو دهر مثبت کاوش کوټلې ډاډګيرنه کوي اؤ داسې کوم تصور چې دملک اؤ صوبې دبهترۍ سبب جوړيدے شي، ددې به کوټلے ملاتړ کوي، محمد سهيل افريدي پخپله وينا کښې ووئيل چې مضبوطې ادارې ديو مضبوط رياست بنياد وي نو ځکه دادارو مستحکم کول دحکومت اولنۍ ترجيح ده، دۀ دملک مختلفو برخو نه جي ائي کے کښې دتعليم ترلاسه کولو لپاره راغلو زده کوونکو ته هرکلے ووئيلو اؤ وې وئيل چې هغوي دلته ميلمانۀ نۀ بلکې دخپلو پشان دي اؤ دا اداره دې خپل کور وګڼي، وزيراعلى په دې خبره دخوشحالۍ اظهار وکړو چې جي ائي کے انسټيټيوټ دقومي يکجهتۍ شانداره مثال جوړ شوے دے، په دې اداره کښې دټول ملک نه زده کوونکي موجود دي اؤ خاص خبره دا ده چې دميرټ اؤ شفافيت په بنياد داخله ورکولے شي اؤ زده کوونکو ته يو شان موقعې ترلاسه دي. دۀ ددې خبرې په خاص توګه ستائينه وکړه چې دانسټيټيوټ انجنئيرنګ ډيپارټمنټ کښې پينځه سوو نه زيات زده کوونکي زيرتعليم دي چې نۀ صرف دادارې بلکې صوبې لپاره هم دوياړ وړ دي. سهيل افريدي په زده کوونکو غږ کړے دے چې خپل مقصد اؤ منزل باندې دې نظر وساتي اؤ محنت دې وکړي. وزيراعلى ووئيل چې دکوم مقصد حصول لپاره درې څيزونه ضروري دي، نيت، اړخ او کوشش، کۀ خلق يا ادارې په ښۀ نيت سره دخپلو حقيقي اهدافو حصول لپاره کوشش وکړي نو مثبتې نتيجې ئې راوځي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0