خېبرپښتونخوا، دترهه ګرۍ پېښو کښې دزنانه ؤ دککړتيا انکشاف

May 20, 2025 - 18:36
 0  1
خېبرپښتونخوا، دترهه ګرۍ پېښو کښې  دزنانه ؤ دککړتيا انکشاف

په خېبرپښتونخوا کښې دترهه ګرۍ په پېښو کښې  دزنانه ؤ دککړتيا انکلاشف شوے دے، په مختلفو پېښو کښې ٦٧ زنانه ککړې موندل شويدي چې پکښې ٤٩ زنانه نيول شوي دي اؤ څلور دسيکورټي فورسز په اپريشنو کښې  وژل شوي دي

  دسي ټي ډي رپورټ  ترمخه   دصوبې په اوو ضلعو کښې په مجموعي توګه ٦٧ زنانه په مختلفو پېښو کښې ککړې موندل شوي دي.

دسي ټي ډي ترمخه څوارلس زنانه اوس هم مختلفو مقدمو کښې مطلوبې دي، ددې زنانه ؤ تعلق دمختلفو کالعدم تنظيمونو سره پاتې شوے دے اؤ دوي ددهشت ګردۍ  منصوبه بندۍ، سهولت کارۍ اؤ په حملو کښې نيغ په نيغه يا په باالواسطه توګه ککړې موندل شويدي.

 ددې ترهه ګرو زنانه ؤ خلاف کارروايۍ روانې دي اؤ امنيتي ادارې  دنورو مطلوبه عناصرو دګرفتارۍ لپاره  سرګرمې دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي