دشانګلې درې مزدوران په ليلونۍ کلي کښې خاورو ته وسپارل شول

May 4, 2025 - 15:29
May 4, 2025 - 15:30
 0  1
دشانګلې درې مزدوران په ليلونۍ کلي کښې خاورو ته وسپارل شول

په اسلام اباد کښې دچت راپريوتو په سبب  مړۀ شوي دشانګلې  درې مزدوران په ليلونۍ کلي کښې خاورو ته سپارل شويدي.

 غفار علي، کرام ګل اؤ فضل مرين په اسلام اباد کښې دچت راپريوتو په سبب مړۀ شوي وو، دشانګلې زياتره ځوانان  دسکرو په درنګونو کښې  دحادثو په دوران خپل ژوند دلاسه ورکوي اؤ دهغوي دکورنيو    دڅارنې اؤ نورو ضرورتونو پوره کولو لپاره  په کورونو کښې اکثره څوک هم نۀ پاتې کيږي.

 دسيمې  خلقو اؤ  د مړو شوو مزدورانو  دکورنيو غړو  دحکومت نه غوښتنه کړې ده چې  دهغوي  کورنيو ته دې وظيفه  مقرر کړي چې دغه شان ئې  دکورنيو کفالت وشي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي