په کوهاټ کې د باران له کبله د کور چت پرېوتو پېښه کې يو تن مړ شوی
کوهاټ ( نعمت الله خان )
په کوهاټ تېره شپه د جولای پر 13نېټه د باران ورېدو په پېښه کې د سورګل نومې يو کلي کې د يو کور نړېدو له امله د مصلي خان نوې يو تن مړ شوی.
ياده پېښه په کوهاټ کې د ژغورنې اداررې 1122 تاييدوي، پېښه له کوهاټ ښاره ليرې پراته سيمه سورګل کلي کې هغه مهال رامنځته شوې چې کله باران له تېزي سيلۍ سره پيل شو او د يوه کور چت ونړېد او په پايله کې يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د کوهاټ ژغورنې ادارې 1122 وياند جواد اپرېدی د کوهاټ پر ولس غږ کړی،چې د پشکال بارانونو لړۍ پيل شوې د دغه بارانونو پر مهال د سېلابونو راوتلو احتمال شته دی.
بايد چې خپل ځان او د کور ماشومان په ځانګري توګه له حوضونو او سېلابونو له اوبه څخه وساتل شي ځکه چې کومه مرګونې پېښه رامنځته نشي.
بلخوا د خيبر پښتونخوا د طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره ( پي ډي اېم اې) هم ولس ته خبرداری ورکړی، چې د پشکال بارانونو کې بايد ولس خپل ځان خوندي وساتي او هر ځای ته له تګ وړاندې د موسم په اړه ځان خبر وساتي او د بارونو ورېدو اټکل يوه اوونۍ نور هم شتون لري.
په دغه وروستۍ کې د بارانونو او سېلابونو په لسګونه شمېر کې کسان وژلي او يو شمېر ټپي کېدو تر څنګ دغه ځاني زيانونو سره مالي زيانونه هم اړولي دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0