پاکستان دسري لنکا خلاف ون ډے سيريز کښې کلين سويپ وکړو
پينډۍ( وحدت خبر) پاکستان دمحمد رضوان، فخر زمان اؤ حسين طلعت دشانداره بيټنګ په وجه سري لنکا ته دسيريز اخري ميچ کښې په شپږو وکټو شکست ورکړو اؤ وائټ واش ئې کړو. په راولپيندۍ کښې لوبول شوي دسيريز اخري ون ډے ميچ کښې شاهين افريدي دټاس ګټلو وروسته دوړومبي بيټنګ فيصله کړې ده، سري لنکا وړومبي بيټنګ کولو سره پاکستان ته دګټې لپاره د٢١٢ رنز هدف ورکړو اؤ په پينځه څلويښت اورونو اؤ دوه بالونو ئې ټول ټيم اوټ شوے. دسري لنکا سدهيرا اتۀ څلويښت، کوشل مينډس څلور ديرش اؤ پون دوه ديرش رنز وکړل. دپاکستان فخر زمان په ٤٥ بالونو ٥٥ رنز جوړ کړي اؤ اوټ شوے دے، بابراعظم په ١٠١ مجموعي سکور په ٣٤ رنز اوټ شوے دے. سلمان اغا شپږ رنز جوړ کړي، محمد رضوان اؤ حسين طلعت د١٠٠ رنز شراکت قائم کړے دے. محمد رضوان ٦١ اؤ حسين ذلعت ٤٢ رنز سره ناقابل شکست پاتې شوي، دسري لنکا لخوا جيفري درې اؤ مهيش يوه وکټه ترلاسه کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0