پينډۍ،دوادۀ په خوشحالۍ کښې ډزې کوونکې ناوې ګرفتاره

Mar 27, 2026 - 15:43
 0  6
پينډۍ،دوادۀ په خوشحالۍ کښې ډزې کوونکې ناوې ګرفتاره

پينډۍ( وحدت خبر)  دراولپينډۍ پوليسو دمندره تاڼې علاقې ګوهړه کښې دوادۀ په دستوره کښې هوائي ډزې کوونکې  ناوې نيولې ده،دجيو نيوز دخبر ترمخه  پوليسو وئيلي  دناوې سره  دوسلې لائسنس هم نۀ ؤ. دپوليسو وينا ده چې لهنګا اغوستې ثناء شهريار ډزې کولې چې لاس په لاس نيولې ده، دوادۀ زلمے دموقعې نه تښتيدلے چې تعاقب ئې روان دے.

 دپوليسو ترمخه پېښه دمندره تانې حدودوکښې تيره شپه شوې ده،دناوې دډزو کولو ويډيو په سوشل ميډيا وائرل شوې ده، مقدمه درج کړے شوې، دهغې نه تمانچه برامد کړے شوې ده اؤ ګولۍ ترې هم ترلاسه شويدي. دپوليسو وينا ده چې  دادۀ زلمي ناوې ته تمانچه ورکړې، فوټوګرافر ورته ډائريکشن ورکړے اؤ ناوې ډزې کړيدي،ناوې دتيښتې کوشش هم کړے خو ليډي کانسټيبلې  دهغې دتيښتې کوشش ناکامه کړے دے. دپوليسو ترمخه مخبر دهوائي ډزو خفيه اطلاع پوليس ته ورکړې وه.دناوې وارثانو دضمانت درخواست هم ورکړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي