باجوړ، دجرګې اؤ ترهه ګرو ترمينځ مذاکرات ناکام،داپريشن فيصله، دقبائيلو کډې

Aug 10, 2025 - 18:18
 0  3
باجوړ، دجرګې اؤ ترهه ګرو ترمينځ مذاکرات ناکام،داپريشن فيصله، دقبائيلو کډې

  په باجوړ کښې  دمقامي جرګې اؤ عسکريت خوښو ترمينځ دلسو ورځو راهسې  روان مذاکرات ناکامه شويدي دکوم نه پس چې صوبائي حکومت په مبېنه توګه ددهشت ګردو دټارګټډ اپريشن فيصله کړې ده. وزيراعلى علي امين ته دباجوړ په تازه صورتحال دپوليسو اؤ متعلقه سيکورټي چارواکو لخوا تفصيلي بريفنګ  ورکړے شوے دے. داجلاس په دوران ،ئيل شويدي چې دعسکريت خوښو مطالبې ناقابل قبول دي، په علاقه کښې ددهشت ګردو سرګرمۍ مسلسل سيوا کيږي، دچارواکو وينا ده چې  دباجوړ خواؤشا شل فيصده برخه کښې دهشت ګرد  په فعاله توګه موجود دي چې پکښې  دشپيتۀ فيصده تعلق دافغانستان سره دے اؤ ددوي مقصد دباجوړ په لاره مهمند اؤ ملاکنډ کښې دوباره منظم کيدل دي. دذريعو وينا ده چې عسکريت خوښي  چې رياستي ادارې ئې خوارج ګرځوي ، دمقامي ابادۍ دننه په پټيدو سره کارروايۍ کوي  چې ورسره دسيکورټي فورسز کارروايۍ نورې هم پيچيده کيږي.

  بلخوا  دباجوړ تحصيل ماموند کښې  دتاؤتريخوالي اؤ دهشت ګردو خلاف دفوجي اپريشن په وجه  دمقامي قبائيلو لخوا په لويه پيمانه دکډو کولو سلسله جاري ده،  دامدادي رضاکارانو وينا ده چې   دباجوړ ضلعې نه تراوسه دپينځوو سوو نه زياتې دکډوالو کورنۍ رجسټرډ شويدي، بلخوا دمقامي خلقو ترمخه   علاقه کښې جاري ګوله بارۍ، کرفيو اؤ دنيټ ورک بنديدو په وجه ستونزو سره مخ يو،سيمه ايزو خلقو وئيلي  دسختو حالاتو په وجه دخپلو کورونو په پريښودو مجبور يو، متاثرينو فريقينو ته اپيل کړے دے چې دامن قيام لپاره دې فوري اقدامات وکړي چې دغه شان دعامو خلقو مشکلات نور سيوا نۀ شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي