په کوهاټ کې مېشت افغان کډوال د بېرته تګ مهال د اسانتیاوو غوښتنه کوي
کوهاټ (نعمت الله خان)
په کوهاټ کې مېشتو د افغان کډوالو مشرانو په يوه ګډه اعلاميه کې له حکومته غوښتنه کړې چې دوی چمتو دي خپل هېواد ته بېرته ستانه شي، خو اړونده انتظامي چارواکي دې په دې بهير کې ورسره لازمه مرسته وکړي.
ياده اعلاميه چې د کوهاټ بېله بېلو کډوالو پنډغالو د استازو له خوا لاسليک شوې، ويل شوي دي چې کډوال غواړي په باعزته او سولهييز ډول خپل هېواد ته ستانه شي.
دغه اعلاميه زياتوي، چې د تورخم پر لاره د زياتې ګڼې ګوڼې له امله کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هلته د حکومت له خوا د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په جوړ شوي مرکز کې د کارکوونکو کمښت دی، او زرګونه کډوال له بار وړونکو لارويو سره پر سړکونو ولاړ دي چې په ځانګري توګه د کډوالو ښځينه ، ماشومان او ناروغان د بېرته تګ پر مهال د مشکلاتو سره مخ دي.
د کډوالو مشرانو د کوهاټ له ډپټي کمشنر څخه هم غوښتي چې په دغه ښار کې د نادرا د ثبت ځانګړی مرکز د ورته جوړ شي، څو ستنېدونکو کډوالو چارې اسانه شي. همدارنګه، دوی د بېرته ستنېدونکو لپاره د اسانتياوو د برابرولو او له بېوزلو کډوالو سره په ټرانسپورټي برخه کې د مرستې غوښتنه هم کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0