بنو، دتاڼې مخې ته خودکش حمله کښې ددريوو زنانه ؤ ايو ماشوم پشمول ٥ کسان شهيدان

Apr 3, 2026 - 17:46
 0  2
بنو، دتاڼې مخې ته خودکش حمله کښې ددريوو زنانه ؤ ايو ماشوم پشمول ٥ کسان شهيدان

بنوں، خیبرپختونخوا: د ضلع بنوں په سیمه کښې د تاڼې ډومیل پر ضد د خوارج بزدلانه ځانمرګي حملې په نتيجه کښې ۵ کسان شهیدان شول، چې پکې ښځې او يو ماشوم هم شامل دی۔

د پوليسو چارواکو په وينا، ځانمرګي بريدګر د تاڼې مخې ته د عامو خلکو پر ضد حمله وکړه۔ په حمله کښې ۳ ښځې او يو ماشوم په ګډون ۵ کسان شهیدان شول او ۴ نور سخت ټپي شول۔ د امنيتي ځواکونو لخوا سيمه کښې د پلټنې او پاکوالي اپريشن پيل شو۔

د بنوں آر پي او وويل چې بريد د تاڼې ډومیل سره نژدې پېښ شو، نژدې آبادي ته سخت زيان ورسيد، خو د غوره امنيتي تدابیرو له امله تاڼې ته بريد ناکام شو۔ خوارج بزدلي ښکاره کړه او بې وسلې خلقو ته يې هدف وګرځاوه۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي