کوهاټ : د باران له امله د کور چت نړېدو پېښه کښې دوه ماشومان مړۀ، دوه ښځې ټپيانې
کوهاټ ( نعمت الله خان )
د سختو بارانونو له امله د کوهاټ په کوټ سيمه کښې د يو کور د چت نړېدو په پېښه کښې دوه کوچني ماشومان مړه شوي او دوه ښځې ټپيانې شوې دي.
د رېسکيو ادارې 1122 وياند جواد اپرېدې رسنيو ته ويلي، چې پېښه سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه کله چې د کور دننه د کوټې چت د پرلهپسې بارانونو له کبله راوغورځېد.
د نوموړي په وينا، د پېښې له ځایه مړه شوي ماشومان او ټپيانې ښځې په بېړنۍ توګه روغتون ته ولېږدول شول، چېرته چې د ټپيانو درملنه روانه ده.
وياند زياته کړه،د بارانونو پر مهال دې خلک د خپلو ماشومانو او د کورنۍ د غړو ځانګړې پاملرنه وکړي او د هر ډول طبيعي پېښې په صورت کښې دې له رېسکيو1122 ادارې سره د مرستې لپاره اړيکه ونيسي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0