کۀ ايران جوابي کارروائي وکړه نو لا سخت جواب ورکوو، امريکا

Jun 22, 2025 - 23:44
 0  0
کۀ ايران جوابي کارروائي وکړه نو لا سخت جواب ورکوو، امريکا

دامريکې ددفاع وزير وئيلي دي چې  مونږ واضحه کوو چې دنيا ته به دامريکې دصدر ټرمپ خبره اوريدل وي، مونږ دايران ايټمي پروګرام تباه کړو اؤ کۀ چرې جوابي کارروائي وشوه نو ددې نه په زيات طاقت سره به جواب ورکولے شي.

 په واشنګټن کښې دامريکې ددفاع وزير اؤ دائيرفورس  مشر مشترکه ميډيا بريفنګ کښې ووئيل چې  دايران  ايټمي پروګرام اؤ جوهري سائټس مو تباه کړل، امريکې بيا بيا وئيلي دي چې ايران به جوهري وسلې ترلاسه کولو ته نۀ پريږدي.

  دۀ ووئيل چې  کۀ ايران حمله وکړه نو کوټلې اؤ دتيرې شپې  دحملې نه به زيات سخت جواب ورکوو

ددفاع وزير ووئيل چې  امريکې دخبرو اترو لپاره شپيتۀ ورځې ورکړې خو تهران دسنجيدګۍ مظاهره ونۀ کړه. دۀ ووئيل چې په اپريشن کښې شريک  هر اهلکار بهترين کار کړے، په امريکائي اپريشن کښې کوم ايراني فوجي يا  اولسي وګړي ته نقصان نۀ دے رسيدلے، صرف ايراني جوهري تنصيباتو باندې حملې شويدي.

دامريکې ددفاع وزير ووئيل چې  بي ټو بمبار  دتاريخ ترټولو لويه حمله وکړه  اؤ ورته دمډ نائټ هيمر نوم ورکړے شو، دا يو خفيه اپريشن ؤ، مونږ  به خپله دفاع کوو. دۀ ووئيل  دايران جوهري عزائم خاورې شويدي، صدر ټرمپ امن غواړي اؤ ايران ته به دټرمپ خبرې منلو سره دامن په لاره تګ کول وي، په ايران دامريکائي حملې مقصد دحکومت بدلون نۀ دے. امريکائي جنرل  ډين کين ووئيل  په ايران امريکائي حمله  انتهائي خفيه مشن ؤ، صرف څو کسان ترې واقف وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي