پېښور کښې په پوليسو خودکش حمله، دپوليس افسر پشمول دوه شهيدان

May 11, 2025 - 22:05
 0  4
پېښور کښې په پوليسو خودکش حمله، دپوليس افسر پشمول دوه شهيدان
Photo Source/Social media

پېښور(   وحدت خبر) پېښور کښې په پوليسو خودکش حمله شوې ده چې له امله ئې  ديو پوليس افسر پشمول دوه  پوليس اهلکار شهيدان شوي اؤ دوه نور ژوبل شويدي.

 ديپوليس ذريعو وينا ده چې  دڅوکنو تاڼې برلب نهر سره نزدې په رينګ روډ دڅاروؤ منډۍ سره نزدې دپوليسو په موبائيل  خودکش حمله شوې ده

 پوليس ذريعو وئيلي دي چې  خودکش حمله کښې انسپکټر لائق زاده اؤ يو بل پوليس سپاهي شهيدان شوي او دوه کسان ژوبل شوي دي

دپوليس ذريعو ترمخه دحملې وروسته سيمې ته دامدادي ادارو اهلکارو رسيدلي اؤ ژوبل شوي  کسان دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شويدي.

 دحملې وروسته سيمې ته پوليس اهلکار  رسيدلي اؤ دحملې تحقيقات ئې شروع کړي دي.

 ددې حملې ذمه واري تراوسه کومې ډلې نۀ ده منلې خو  په افغانستان کښې په کال ٢٠٢١م کښې داګست په مياشت کښې  دطالبانو دواکمن کيدو  وروسته  په پاکستان کښې دترهه ګرو په حملو کښې تر ډيره حده اضافه راغلې چې پکښې دزياترو ذمه واري کالعدم ټي ټي پي ډلې منلې ده.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي