داسرائيلو بمباري ،19 فلسطينيان شهيدان، دنيتن ياهو په ايران دحملې دړکه

May 6, 2025 - 10:50
 0  3
داسرائيلو بمباري ،19 فلسطينيان شهيدان، دنيتن ياهو په ايران دحملې دړکه
عکس، د انادولو په مننه

 دغزه دشهري دفاع  ادارې وينا ده چې  ددوي عملې  دغزه ښار الکرمه علاقه کښې دالروموز ټاور کښې په دريوو اپارټمنټونو داسرائيلو په حمله کښې دشهيد شوو ١٥و کسانو مړي راويستلي دي.

 دقطري خبري ادارې الجزيره رپورټ ترمخه سول ډيفنس وئيلي په دې حمله کښې لس کسان ژوبل شوي دي

شهري دفاع په ټيلي ګرام په يو پوسټ کښې وئيلي چې بيت لاهيه علاقې السطان کښې العطار خاندان باندې شوې حمله کښې څلور کسان شهيدان او پينځه نور ژوبل شويدي.

دنيتن ياهو په ايران دحملې  دړکه

 داسرائيلو وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو ديمن  دحوثي باغيانو خلاف دجوابي کارروايۍ کولو او ددوي دسرپرست ايران خلاف  دکارروايۍ کولو عزم څرګند کړےدے.

 تيره ورځ نيتن ياهو دقبرص صدر نکوس کرسټوډولائيډز ته ووئيل  مونږ اؤ ټولې دنيا ته دحوثيانو نه خطره ده، مونږ به دا نۀ برداشت کوو اؤ سخته جوابي کارروائي به کوو.

اسرائيلي وزيراعظم ووئيل مونږ به هميشه ياد ساتو چې يمني حوثيانو  احکامو لاندې  او دخپل سرپرست ايران په حمايت سره په مونږ حمله کړې، مونږ به ايران ته دمناسب خبرداري ورکولو لپاره چې دڅه ضرورت وي، هغه به کوو، پخپلې مرضۍ، وخت ځائے او وخت به ايران ته جواب ورکوو.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي