ائي ايم ايف هندي غوښتنه رد کړه، اجلاس په ٩مه مئ طلب

May 4, 2025 - 15:11
 0  0
ائي ايم ايف  هندي غوښتنه رد کړه، اجلاس په ٩مه مئ طلب
The International Monetary Fund logo is seen during the IMF/World Bank meetings in Washington, DC, in this file photo. — Reuters/File

 اسلام اباد( ائي اين پي)  ائي ايم ايف  پاکستان مخالفه  بهارتي غوښتنه مسترد کړې ده، پاکستان ته د2٫3 اربو ډالرو پيکج دترلاسه کيدو هم امکان دے.

 بين الاقوامي مالياتي فنډ( ائي ايم ايف)  دهند له لوري دپاکستان دامداد ودرولو غوښتنه نظرانداز کړې ده، دائي ايم ايف چارواکو وينا ده چې دايګزيکټيو بورډ اجلاس به په نهمه مئ  دخپل شيډول مطابق ترسره کيږي.

 دائي ايم ايف  نمائنده  ماهر بنيسي غيررسمي خبرو کښې واضحه کړې ده چې  په ياده نېټې ترسره کيدونکې غونډه کښې به دپاکستان په درخواست غور کيږي، هغه وئيلي مونږ دنورو ملکونو په اندېښنو تبصره نۀ شو کولے.

بل اړخ ته دخزانې وزارت دچارواکو وينا ده چې  په اجلاس کښې پاکستان ته دائي ايم ايف نه د د2٫3 اربو ډالرو پيکج دترلاسه کيدو امکان دے.

دخزانې وزارت ترمخه  په اجلاس کښې  دکلائيميټ فنانسګ په اړه د 1٫3 اربو ډالرو  دار ايس ايف پروګرام منظوري هم متوقعې ده، دموسمياتي بدلون دچيلنجونو مهارولو لپاره به پېسې په ٢٨و مياشتو کښې په قسطونو کښې ترلاسه کيږي.

 دپاکستان اؤ ائي ايم ايف ترمينځ دعملې دکچې د7 اربو ډالرو لوظنامه  په 25م مارچ 2025 م کښې ترسره شوې وه  دکوم په مد کښې چې به د يو ارب ډالرو قسط ترلاسه کيږي. ددې نه وړاندې هند انټرنيشنل مانيټري فنډ نه غوښتنه کړې وه چې هغه دې پاکستان ته دورکړل کيدونکو قرضو بيا دسره جاج واخلي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي