اسلام اباد، وزيراعظم دپيټرولو د95 روپو اؤ ډيزلو د203 روپو دګرانولو سمري مسترد کړه

Mar 28, 2026 - 02:41
Mar 28, 2026 - 02:42
 0  3
اسلام اباد، وزيراعظم  دپيټرولو د95 روپو اؤ ډيزلو د203 روپو دګرانولو سمري مسترد کړه

اسلام اباد( وحدت خبر) وزيراعظم شهبازشريف دپيټرولو د٩٥ روپو اؤ ډيزلو د٢٠٣ روپو دګرانولو سمري مسترد کړې  ده اؤ دقيمتونو دبرقراره ساتلو اعلان ئې کړے دے. قوم ته په خطاب کښې وزيراعظم ووئيل چې نوې شروع کيدونکې هفته کښې  دپيټرولو دنرخ د٩٥ اؤ ډيزلو د٢٠٣ روپو دګرانولو تجويز ورکړے شوے دے خو دعوامي مشکلاتو په نظر کښې نيولو سره دغه تجويزونه مسترد کړے شويدي، وزيراعظم وئيلي دي چې    قيمتونو کښې داضافې مسترد کولو نه پس ددې حجم ٥٦ اربه روپۍ جوړيږي اؤ حکومت به دا اضافي بوج پخپله پورته کوي، شهبازشريف ووئيل چې   دعالمي منډۍ  په حساب سره په پاکستان کښې دپيټرولو نرخ ٥٤٤ روپۍ ليټر پکار ؤ، دۀ ووئيل چې  دډيزلو نرخ به نن٧٩٠ روپۍ ليټر ؤ خو حکومت ريليف ورکړے  کوم چې په ٣٣٥ روپۍ فراهم کولے شي. شهبازشريف ووئيل چې ددريوو هفتو دننه  د١٢٥ اربو روپو بوج حکومت پخپلو اوږو اخستے اؤ دعوامو اوږې ئې دبوج دلاسه ټيټيدو ته نۀ دي پريښي، دۀ ووئيل دا ډيرې پېسې  دفلاح اؤ تعمير لپاره استعماليدے شوې خو دعوامو معاشي تحفظ مونږ ته ترټولو زيات ګران دے. دۀ ووئيل  حکومت جامع منصوبه بندي کوي،  اولس ته به ورسره مرسته کول وي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي