ډي ائي خان کښې 13 ترهه ګر ووژل شول

Sep 24, 2025 - 22:37
 0  3
ډي ائي خان کښې 13 ترهه ګر ووژل شول

دډيره اسماعيل خان علاقې درابڼ کښې  دسيکورټي فورسز په اپريشن کښې  د بهارتي حمايت يافته فتنه الخوارجو ١٣ ترهه ګر وژل شودي. دائي ايس پي ار ترمخه   دترهه ګرو دموجودګۍ په اطلاع اپريشن شوے دے، دترهه ګرو ځالې په موثره  طريقې سره په نخښه کړې شويدي، وژل شوو ترهه ګرو نه وسله اؤ ګوله بارود هم لاسته راوړل شويدي، وژل شوي ترهه ګر دترهه ګرۍ په ګڼو فعاليتونو کښې ککړ وو، دوي دسمبر ٢٠٢٣م کښې درابڼ خودکش چاؤدنې په سهولت کارۍ کښې هم ککړ وو. وژل شوي ترهه ګر  دسرکاري افسرانو ، معصومو وګړو اغوا او ټارګټ کلنګ کښې هم ککړ وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي