دايران خارجه وزير اسلام اباد ته رارسيدلے

د ايران خارجه وزير سيدعباس عراقچي تېره شپه په يو ورځني سفر اسلام اباد ته رارسيدلے دے.
د ايران سرکاري خبري ادارې ايرنا په يو رپورټ کښې وئيلي دي چې د ايران د خارجه وزير سيدعباس عراقچي تېره شپه د پاکستان دارالحکومت اسلاماباد ته تللے دے.
په دې رپورټ کښې ليکل شوي چې عراقچي به د دوه اړخيزو تعلقاتو داستحکام او د سيمه ايزو او نړيوالو پرمختګونو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
د ايران بهرنيو چارو وزير به په دې يو ورځني سفر کې د نورو چارواکو ترڅنګ د پاکستان له صدر اصف علي زرداري او وزيراعظم شهبازشريف سره هم ليدنې وکړي.
دريډيو پاکستان ترمخه دايران خارجه وزير به دمرستيال وزيراعظم اسحاق ډار سره هم ليدنې کوي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير په داسې وخت کښې اسلاماباد ته راغلى چې د پاکستان او هند اړيکې دمقبوضه کشمير په پهلګام کې پۀ سيلانيان تر وسلهوال بريد وروسته – چې ۲۶ کسان پهکې ووژل شول او ۱۷ نور ټپيان شول ، دتاوتريخوالي ښکار دي.
What's Your Reaction?






