دعمران خان معياري علاج دې يقيني کړے شي،وزيراعلى سهيل افريدے

Feb 14, 2026 - 01:03
 0  1
دعمران خان معياري علاج دې يقيني کړے شي،وزيراعلى سهيل افريدے

  اسلام اباد( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل خان افريدي  وئيلي دي چې  دعمران خان ذاتي ډاکټران دې په فوري توګه جيل ته پريښودل شي  اؤ دهغه مکمل اؤ معياري علاج دې يقيني کړے شي،  خېبرپښتونخوا هاؤس نه بهر ميډيا سره په خبرو کښې وزيراعلى سهيل افريدي ووئيل چې  ټولې دنيا ته اوس  معلومه شوې ده چې  دعمران خان سره څومره غيرانساني رويه ساتل شوې ده،   دهغه بينائي  تقريباً ٨٥ فيصده متاثره شوې ده  اؤ پينځلس فيصده پاتې شوې چې ډيره تشويشناکه خبره ده. دا معامله دسياست نه بالا يوه قومي اؤ انساني مسئله ده. دۀ ووئيل  عمران خان دپاکستان پخوانے وزيراعظم دے اؤ  دعوامي مينډيټ لرونکي دملک ترټولو دلوئې سياسي جماعت قائد دے،  وزيراعلى ووئيل چې دهغه سره دغه شان سلوک  نفرتونه زيږوي چې دملک لپاره خطرناک ثابتيدې شي، کۀ چرې  ددې روش  مخنيوے ونۀ کړے شي نو په معاشره کښې  به تقسيم لا ژور شي. دۀ وئيلي دي چې وړومبۍ اؤ  بنيادي غوښتنه مو دا ده چې  دهغه ذاتي ډاکټرانو، سرکاري ډاکټرانو اؤ کورنۍ  دې جيل ته منتقل کړے شي، همدغه شان دهغه دې دريټينا ماهرينو نه فوري علاج وکړے شي.  دۀ  ووئيل چې  مراد سعيد زمونږ مشر ورور دے اؤ دهغه په صوابۍ کښې ددهرنې خبره به په هوا کښې نۀ شي الوزولے. دۀ ووئيل چې مونږ دلته ايسارولے شو، مخ په وړاندې نۀ شو پريښودے، دا خلق هيڅ وجه نۀ ښائي، بس دبره نه دوي ته حکم راځي. دۀ ووئيل چې زمونږ دوزيرانو  ګريوانونو ته لاس اچول شوے، ددوي ګريوانونه شلول شويدي، زما  مطابق دا رويه سمه نۀ ده. زمونږ دخېبرپښتونخوا اؤ پنجاب  داسمبلۍ غړي نيول شويدي. دۀ ووئيل چې  زما سره کوم حکومتي عهديدار له لوري څه رابطه نۀ ده شوې، دکورټ حکم دے چې  دعمران خان ذاتي  ډاکټر دې هغه سره ليدو ته پريښودل شي اؤ دهغه سم علاج دې وشي،

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي