په عوامي طاقت سره به حکومت رانسکوروو، بيرسټر سيف

دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي داطلاعاتو مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي سيف وئيلي دي چې کوهستان کرپشن سکينډل دنګران دور دے
بيرستر سيف وئيلي دي چې جے يو ائي هم ددې برخه وه. په پېښور کښې داثقليتي ورورولۍ ځوانانو لپاره ټيلنټ هنټ دستورې ته په وينا کښې بيرسټر سيف ووئيل چې جے يو ائي اؤ پيپلز پارټۍ سره دې ټانګه پارټۍ عوامي رابطه مهم ضرور وچلوي خو عوام دې هم دځان سره راوباسي، کۀ نن ددې جماعتونو سره عوام وے نو داسې حالت به ئې نۀ وے.
دۀ ووئيل چې په ملک کښې غيرائيني ا غيرقانوني فيصلې کولے شي، چترال نه دپي ټي ائي ايم اين اے اؤ معاون خصوصي وزير زاده ته سزاګانې ورکړے شويدي، دې اقداماتو سره مونږ ويرول کيدے نۀ شو اؤ نۀ هم زمونږ مقبوليت ختميدے شي.
دۀ ووئيل چې دقانون سره لوبې کولے شي، مونږ به په عوامي طاقت سره ددوي حکومت هم رانسکوروو اؤ دوي ته به دعدالتونو نه سزاګانې هم ورکوو.
دۀ ووئيل چې مولانا فضل الرحمان چې دکوم کوهستان سکينډل خبره کوله، هغه دنګران دور حکومت ؤ، دمولانا فضل الرحمان جماعت هم په دې دور کښې دحکومت برخه وه، موجوده حکومت خو ددې سکينډل درک لګولے اؤ شل اربه روپۍ ئې برامد کړيدي
مونږ به ددوي نه نورې شل اربه روپۍ هم برامد کوو. دۀ ووئيل دا الزامونه غلط دي چې په پي ټي ائي کښې فارورډ بلاک دے يا دپي ټي ائي قيادت دباني چئيرمين په رها کولو کښې ناکامه شوے دے، عوامو ته دشعور ورکولو لپاره مهم روان دے
What's Your Reaction?






