دامريکائي صدر دوو نه دريوو هفتو کښې دايران دجنګ نه دوتلو اعلان
واشنګټن( ميډيا رپورټ) دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ دوو نه دريوو هفتو کښې دايران دجنګ نه دوتلو اعلان کړے دے. وائټ هاؤس کښې ميډيا سره دخبرو په دوران صدر ټرمپ دعوه کړې ده چې په ايران کښې رجيم چينچ دوړاندېنه شوے دے خو رجيم چينج دامريکېمقصد نۀ ؤ بلکې دفوجي کارروايۍ اصل مقصد ايران دجوهري وسلو ترلاسه کولو نه منعې کول وو اؤ دا هدف ترلاسه کړے شوے دے.امريکائي صدر ووئيل چې دوونه دريوو هفتو کښې به دايران دجنګ نه اوځو، په ممکنه توګه ددې نه وړومبے ډيل کيدے شي، ډونلډ ټرمپ دا هم ووئيل چې دايران سره مذاکراتضروري نۀ دي اؤ امريکا پخپلې مرضۍ سره دجنګ خاتمه کولے شي ،اؤدواشنګټن سره داسې اپشنز موجود دي دکوم دلارې چې بغير دڅه معاهدې نه هم فوجي کارروائي ودرول کيدے شي. ټرمپ ووئيل چې ايران به راتلونکو څلورو نه پينځوو کلونو پورې جوهري وسله ترلاسه نۀ کړے شي. که هغوي دجوهري وسلې ترلاسه کولو قابل شي نو په امريکا کښې به زما پشانصدر راشي اؤ نوے صدر به بيا ايران تباه کړي ځکه چې دا نۀ شي کيدے چې دايران سره دې جوهري وسله وي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0