بلوچستان کښې دسي ټي ډي کارروايۍ،14 ترهه ګر ووژل شول
کوئټه ( وحدت خبر) د ترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې لخوا په بلوچستان کښې د کوئټې او بارکھان سيمو کښې دوه مختلفو د ترهګرۍ ضد عمليات ترسره شوي چې پکښې 14 ترهګر وژل شوي دي. په لومړۍ کارروايۍ کښې، سي ټي ډي ځواکونو د کوئټې د درخشان په سيمه کښې د خفيه معلوماتو پۀ اساس عمليات وکړل. په دې مهال وسلهوالو سيکيورټي اهلکارو باندې ډزې پيل کړې، چې د سي ټي ډي له لوري په ځوابي ډزو کښې 8 ترهګر وژل شوي دي. درې سي ټي ډي اهلکاران هم په دې نښته کښې ژوبل شوي او سمدستي روغتون ته وړل شوي دي. له وژل شويو ترهګرو څخه يو شمېر وسلې هم ترلاسه شوي دي. په دويمه کارروايۍ کښې چې د بارکھان ضلعې په نزدې سيمه کښې ترسره شو، سي ټي ډي ځواکونود خفيه معلومات په بنياد د ترهګرو پر ضد عمل وکړل. د ډزو په تبادله کښې شپږ وسلهوال ترهګر وژل شوي دي، او له هغوي څخه هم وسلې او چاودېدونکي مواد ترلاسه شوي دي. وروسته سيمه کښې امنيتي ځواکونو د لټون عمليات هم پيل کړي دي تر څو هر ممکنه سهولت کار يا پاتې شوي ترهګر ونيول شي. د سي ټي ډي ترجمان ويلي چې وژل شوي ترهګر د يو کالعدم تنظيم سره تړاو لري او په تخريبي اعمالو کښې ککړ وو. دا عمليات د بلوچستان د امن ټينګښت او ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د CTD د روانو هڅو برخه ګڼل کيږي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0