بنو کښې دپوليسو په چوکۍ دترهه ګرو حمله، دوه پوليس اهلکار شهيدان، دداخله وزير غندنه

دخېبرپښتونخوا په بنو ضلع کښې کښې دپوليسو په چوکۍ ددهشت ګردو حمله کښې دوه اهلکار شهيدان شويدي اؤ يو ژوبل شوے دے.
دذريعو وينا ده چې ترهه ګرو دپوليسو دنوې سبزي منډۍ چوکۍ مرکزي ګيټ په بارودي موادو سره الوزولے دے اؤ ددې نه پس دننه داخل شويدي، په دې دوران دپوليسو اؤ ترهه ګرو ترمينځ دډزو سخته تبادله شوې ده.
سرچينو وئيلي دي چې په دې دوران دپوليسو چوکۍ کښې نصب دبجلۍ ټرانسفار د ستنې نه لاندې راپريوتے دے.
سرچينو وئيلي دي چې دنوې سبزي منډۍ بجلي سپلائي ټرانسفار دراپريوتو په وجه بجلي منقطع شوې ده، ددهشت ګردو په ډزو نزدې دوکانونو ته هم سخت نقصان رسيدلے دے.
بلخوا داخله وزير محسن نقوي په بنو کښې د سبزي منډۍ په پوليس پوسته د فتنه الخوارج د ترهه ګرو حملې غندنه كړې ده
محسن نقوي په دې حمله کښې شهيد شويو دوهپوليس اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړي او د غمژنو کورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړې ده
ده په خپل بيان کښې د ژوبل شوي پوليس افسر د زر روغتيا لپاره دعا وکړه۔ ده ووئيل زموږ همدردۍ د شهيدانو کورنيو سره دي۔ ده ووئيل مونږ د شهيدو پوليسو افسرانو قربانيو ته سلام كوو
د کورنيو چارو وزير په ډاګه كړې چې د خېبر پښتونخوا پوليس د ترهه ګرۍ په ضد لوئې قربانۍ وركړي دي او د خيبرپښتونخوا پوليس د ترهه ګرۍ په ضد د وړومبي صف كردار ترسره كوي۔
What's Your Reaction?






