مجوزه مائنز اؤ منرلز بل په ريموټ کنټرول منظور کړے شو، ميا افتخار

نوښار( سيد نديم مشواني)
دعوامي نيشنل پارټۍ دخېبرپښتونخوا صدر ميا افتخار حسين وئيلي دي چې مجوزه مائنز اؤ منرلز بل په ريموټ کنټرول منظور کړے شو.
ميا افتخار حسين داے اين پي ضلع نوښار زيراهتمام ال پارټيز کانفرنس ته په وينا کښې ووئيل چې مائنز اؤ منرلز بل ٢٠٢٥م دصوبې په ائيني حقونو حمله ده چې په هيڅ صورت به ئې نۀ قبلوو.
دۀ ووئيل چې په اتلسم ائيني ترميم دمکمل عمل درامد اؤ ائنده په دې کښې دچيړچاړ نۀ کولو ضمانت به اخستل کيږي.
داے اين پي لارښود ووئيل چې مجوزه مائنز اؤ منرلز بل دصوبې دحقونو سلب کول اؤ په نوې طريقې سره دصوبې په وسائيلو اؤ معدنياتو دقبضې کولو مترادف خبره ده.
دې کانفرنس ته دجمعيت علمائے اسلام(ف) پاکستان پيپلز پارټۍ، عوامي ورکر پارټۍ، انجمن تاجران اؤ صوبائي امن جرګې نمائندګانو خطاب کړے دے.
دوي وئيلي دي چې مجوزه مائنز اؤ منرلز بل دلارې به دصوبې په وسائيلو په يو ډول هم دقبضې کولو اجازت ورنکړو.
What's Your Reaction?






