وفاق دې دضم شوو ضلعو برخه صوبې ته منتقل کړي، بيرسټر سيف

May 19, 2025 - 20:16
 0  1
وفاق دې دضم شوو ضلعو برخه صوبې ته منتقل کړي، بيرسټر سيف
Barrister Saif

دخېبرپښتونخوا داطلاعاتو  مشير بيرسټر محمد علي سيف وئيلي دي چې  وفاقي حکومت دې دبجټ نه وړاندې دقومي مالياتي کميشن( اين ايف سي) اجلاس راوبلي اؤ  دخېبرپښتعونخوا  دضم شوو ضلعو برخه دې په فوري توګه منتقل کړي.

 بيرسټر محمد علي سيف په يو بيان کښې وئيلي دي چې  دنيټ  هائيډر منافعې بقاياجات دې هم  دبجټ نه وړاندې ادا کړے شي چې دغه شان صوبه  دا پېسې دضم شوو ضلعو  دترقۍ لپاره استعمال کړي.

 بيرستر سيف وئيلي دي چې  وفاق دضم شوو ضلعو مالي برخه په غيرقانوني توګه دځان سره ايښودې ده، دا دې په فوري توګه صوبې ته حواله کړے شي.

بيرسټر  سيف وئيلي دي چې  خېبرپښتونخوا حکومت په ائنده بجټ کښې دضم شوو ضلعو لپاره ريليف پيکج تياروي  خو دوفاق ځنډ په دې کښې  خنډ جوړيږي.

بيرسټر سيف وئيلي دي چې  وزيراعلي  دضم شوو ضلعو دمالياتي مسائيلو اؤ نيټ هائيډل منافعې په اړه وزيراعظم ته دوه بيلا بيل خطونه ليږلي دي خو تراوسه ئې کوم جواب نۀ دے ترلاسه شوے.

 بيرسټر سيف وئيلي دي چې  دضم شوو ضلعو ترقۍ سره په دهشت ګردۍ کښې واضحه کمے راوستل کيدے شي، که وفاقي حکومت  واقعي ددهشت ګردۍ په خاتمه کښې سنجيده دے نو  ددې علاقو پېسې دې په فوري توګه خېبرپښتونخوا ته منتقل کړے شي.

 دۀ واضحه کړې ده چې دهشت ګردي نۀ صرف ديوې صوبې بلکې دټول ملک مسئله ده نو ځکه وفاق ته پکار دي چې دخېبرپښتونخوا حکومت سره کوټلې مرسته وکړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي