صوماليه: دپوځي بهرتۍ دمرکز نه بهر خودکش حمله،١٠ تنه ووژل شول

دصوماليه دارالحکومت موغاديشو کښې دپوځي بهرتۍ په مرکز خودکش حمله کښې لږ ترلږه ١٠ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شويدي، حمله کوونکي په پوځ کښې بهرتي کيدونکي په قطار کښې ولاړ کسان په نخښه کړي دي چې ددارالحکومت د دامانيو پوځي اډې نه بهر راټول شوي وو.
دنړيوالې ميډيا رپورټونو ترمخه چاؤدنه هاغه وخت وشوه چې په لسګونو ځوانان دبهرتۍ لپاره داډې په دروازه کښې ولاړ وو، حمله کوونکے ديوې تيزرفتار رکشې( ټک ټک) نه راکوز شوے اؤ په منډه په قطار کښې داخل شوے اؤ ځان ئې الوزولے دے.
يو عيني شاهد رائټرز خبري ادارې ته وئيلي مونږ بس روان وو، داډې نه بهر په سلګونو ځوانان په قطار کښې ولاړ وو، ناڅاپي يوه زورداره چاؤدنه وشوه.
What's Your Reaction?






