بلوچستان کښې دبي ايل اے بمي چاؤدنه کښې دپاک پوځ 7 ځوانان شهيدان

پينډۍ: د بلوچستان کچهي ضلعې پۀ مچهـ علاقه کښې د امنيتي ځواکونو ګاډي سره د نزدې ديوې بمي چاؤدنې په سبب د پاک پوځ 7 ځوانان شهيدان شوي دي
دپاک پوځ دعامه اړيکو څانګې( ائي اېس پي ار) ترمخه په 6 مئي 2025 د هند پراکسي، تش په نوم ‘بلوچ لبريشن آرمي’ سره تعلق لرونکو ترهه ګرو د ضلع کچھي په مچھ سيمه کښې د امنيتي ځواکونو ګاډے د يو ديسي ساخته بم (آئي اي ډي) دلارې په نخښه کړو ۔
دچاؤدنې په سبب د پاک پوځ 7 مېړني عسکر شهيدان شوي دي چې پکښې صوبيدار عمر فاروق (عمر 42 کاله ، د کراچۍ اوسيدونکے)،نائيک آصف خان (عمر 28 کاله ، د ضلع کرک اوسيدونکے)،نائيک مشکور علي (عمر 28 کاله ، د ضلع اورکزئي اوسيدونکے)، طارق نواز (عمر 26 کاله، د ضلع لکي مروت اوسيدونکے) واجد احمد فيض (عمر 28 کاله ، د ضلع باغ اوسيدونکے)، محمد عاصم (عمر 22 کاله ، د ضلع کرک اوسيدونکے او سپاهي محمد کاشف خان (عمر 28 کاله د ضلع کوهاټ اوسيدونکے) شامل دي۔
ائي ايس پي ار وئيلي دي چې سيمه کښې د موجود کوم هم ترهه ګر ختمولو لپاره کليئرنس عمليات روان دي
ائي اېس پي ارپخپل بيان کښې وئيلي دي دې ناوړه حمله کښې ذمه وار به انصاف سره مخ کولے شي۔د پاکستان امنيتي ځواکونه د قام سره اوږه په اوږه د بلوچستان امن، استحکام او پرمختګ ته د زيان رسوونکو د هرې هڅې ناکامه کولو لپاره پرعزم دي۔
ائي ايس پي ار وئيي دي چې زمونږ د دې بهادرو سپاهيانو قربانيو سره زمونږ عزم لا قوي کيږي۔
ائي ايس پي ار ووئيل هند او د هغوي په پاکستان کښې د فعاله پراکسي عناصر ناپاک عزائم به زمونږ میرڼي امنيتي ځواکونه ، قانون نافذ کوونکي ادارې او د پاکستان غيور قام په ګډه ناکامه کوي۔
What's Your Reaction?






