پاکستان دمتحده قامونو دانساني حقونو دکونسل غړے منتخب

Oct 14, 2025 - 22:47
 0  0
پاکستان دمتحده قامونو دانساني حقونو دکونسل غړے منتخب

 پاکستان دمتحده قامونو دانساني حقونو دکونسل غړے منتخب شوے دے،  دا کاميابي  دپاکستان دمضبوط موقف، خدماتو اؤ دعالمي انساني حقونو فريم ورک کښې دکردار اعتراف دے، پاکستان به دعالمي ورورولۍ سره دبرداشت، احترام اؤ رائې  داتفاق  په اصولو مبني  مرسته جاري ساتي، دغه خبرې  نائب وزيراعظم اؤ خارجه وزير اسحاق ډار  په ايکس پخپل يو بيان کښې کړې ده، دۀ ووئيل دالله پاک په فضل وکرم سره پاکستان د٢٠٢٦م نه ٢٠٢٨م پورې  مودې لپاره  دمتحده قامونو دانساني حقونو دکونسل غړے منتخب شوے دےو پاکستان ته په دې انتخاب کښې په درونداکثريت سره کاميابي ترلاسه شوې ده. دۀ ووئيل  پاکستان به په عالمي کچه دانساني حقونو ودې،  اقليتونو تحفظ اؤ دمساواتو دودې  لپاره خپل فعاله کردار ادا کوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي