دپائيداره امن لپاره به اينده هفته ال پارټيز کانفرنس رابللے شي، دوزيراعلى سردار علي امين اعلان
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا کابينې ٣٥م اجلاس دجمعې په ورځ دوزيراعلى سردار علي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې په پېښور کښې ترسره شوے دے چې پکښې دکابينې غړو، ايډيشنل چيف سيکرټريز، سينئر ممبر بورډ اف ريونيو، متعلقه انتظامي سيکرټريز او ايډوکيټ جنرل خېبرپښتونخوا شرکت کړے دے، دوزيراعلى داطلاعاتو اؤ تعلقات عامه مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي سيف په اجلاس کښې دشوو فيصلو دتفصيلاتو په اړه وئيلي دي چې وزيراعلي علي امين خان ګنډاپور داجلاس په دوران اعلان کړے دے چې دپائيداره امن لپاره به اينده هفته ال پارټيز کانفرنس رابللے شي ترڅو سياسي جماعتونه په اعتماد کښې واخستے شي اؤ مشترکه لائحه عمل ترتيب کړے شي.
دۀ وئيلي دي چې په کرمه ضلع کښې دامن بحالي دحکومت دسنجيده کوششونو نتيجه ده اؤ په نورو علاقو کښې دمقامي جرګو اؤ قبائيلي مشرانو په مشاورت سره پائيداره امن قائميدے شي. بيرسټر ډاکټر سيف وئيلي دي چې په اجلاس کښې په درې ايم پي او قانون کښې په اصلاحاتو هم غور شوے دے اؤ فيصله شوې ده چې ددې قانون نفاذ به دداخله محکمې پيشګي اجازت سره مشروط وي چې دغه شان ددې دغلط استعمال مخنيوے وشي.
وزيراعلى ووئيل چې درې ايم پي او دايف سي ار پشان دقانون په طرز دے چې اکثره ئې غلط استعمال کيږي، په ملک کښې دقدرتي افتونو مختلفو پېښو په اړه دخبرو په دوران وزيراعلى په دې خبره زور راوړے دے چې په داسې سانحاتو سياست نۀ دي کول پکار اؤ زياته ئې کړه چې دخېبرپښتونخوا حکومت دنورو صوبو هرممکنې مرستې لپاره تيار دے.
بيرسټر سيف وئيلي دي چې کابينې دبهارتي جارحيت په نتيجه کښې شهيد شوو دخېبرپښتونخوا شهيدانو دوارثانو لپاره ديو تن پسر پنځوس لکه روپۍ اؤ ددهشت ګردۍ په پېښه کښې دشهيد شوي مولانا خانزيب شهيد دکورنۍ لپاره ديو کروړ روپو مالي امداد منظوري ورکړې ده.
داطلاعاتو مشير ووئيل چې کابينې دخېبرپښتونخوا زرعي امدن ټيکس رولز٢٠٢٥م، ماحولياتي اډټ رولز ٢٠٢٥م اؤ ماحولياتي تحفظ( سيلنګ اؤ ضبطګي) رولز ٢٠٢٥م منظوري ورکړې ده، همدغه شان دمنشياتو دمخنيوي ايکټ ٢٠١٩م نه دمرګ دسزا شق داخراج په اړه دکابينې کميټي جوړه کړے شوې چې سفارشونه به کابينې ته پيش کوي. کابينې دڅلورو اولسي وګړو روزينه، انس خان، محمد امان اؤ محمد اذلان دګران طبي علاج لپاره په مجموعي توګه دڅلورو کروړو اؤ اؤ يو اتيا لکو روپو دمالي امداد منظوري ورکړې ده،
کابينې په په بره دير ضلع کښې ددير ماډل سکول دودبه دعمارت دخېبرميډيکل يونيورسټۍ دانسټي ټيوټ اف هيلتهـ سائنسز دکيمپس قيام لپاره دورکولو منظوري ورکړې ده ترڅو دموجوده تعليمي کال اغاز هلته ممکن شي. ددې نه علاوه کابينې دسوات سيند داوبو دګريوټي فلو دلارې مينګورې ته رسولو لپاره دزمکې اخستو هم منظوري ورکړې ده چې به پرې ټول درې کروړه، شپږ اتيا لکه اؤ نوي زره روپۍ لګښت راځي،
په اجلاس کښې دهيلتهـ منيجمنټ انفارميشن سيسټم/ ډسټرکټ هيلتهـ انفارميشن سيسټم فيز٢م منصوبې لګښت ديو ديرش کروړو اؤ ٨٥ لکه روپو نه ٣٧ کروړو،٥٢و لکو اؤ لسو زرو روپو ته دغزولو منظوري هم ورکړې ده. کابينې دپيراپلجک سنټر دبورډ اف ګورنرز دغړو دتقررۍ، هيلتهـ فاؤنډيشن دمنيجنګ ډائريکټرۍ دتقررۍ اؤ تبادلې اؤ چائيلډ پروټيکشن اينډ ويلفئير کميشن دپينځه غړو دتعيناتۍ هم منظوري ورکړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0