خېبر پښتونخوا كښې د 13 خوراج ووژل شول
پېنډۍ: د آئی ایس پی آر د جاري شوي بيان تر مخه، د شورو په ورځ امنيتي ځواكونو د خېبر او بنو ضلعو په بېلابېلو كاروائيو كښې د هند ملاتړ لرونكي فتنه الخوارج 13 كسان وژلي دي۔
بيان زياتوي چې د مارچ په 30مه نېټه، د خوارجو د موجودګۍ د اطلاع په بنياد، امنيتي ځواكونو د ضلع خېبر په باړه سيمه كښې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د هغوی ځاله په مؤثره توګه په نخښه كړه، چې په نتيجه كښې د ډزو د تبادلې پر مهال لس خوارج ووژل شول۔
همدارنګه، يو بل انټيليجنس بيسډ آپريشن د ضلع بنو په حدودو كښې ترسره شو، چرته چې د نښتې په دوران درې نور خوارج هم ووژل شول۔
په بيان كښې ويل شوي چې په سيمه كښې د پاتې هر ډول هندي ملاتړ لرونكو عناصرو د ختمولو لپاره كليئرنس آپريشنونه دوام لري۔
د دې ترڅنګ، د وفاقي ايپکس كميټۍ له خوا منظور شوي عزمِ استحکام وژن تر چتر لاندې، د پاكستان امنيتي ځواكونه او قانون نافذ كوونكې ادارې د ترهګرۍ پر ضد روان كمپائن په پوره رفتار جاري ساتي، تر څو له هېواده د بهرنۍ سرپرستۍ لاندې كېدونكې ترهګري په بشپړه توګه ختمه كړي۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0