پېښور کښې دوړوکي اختر په موقعه فول پروف سيکورټي پلان تيار

Mar 20, 2026 - 19:35
 0  1
پېښور کښې دوړوکي اختر په موقعه فول پروف سيکورټي پلان تيار

پېښور( وحدت خبر) پېښور کښې دوړوکي اختر په موقعه سيکورټي پلان تيار کړے شوے ډے، دکيپټل سټي پوليس پېښور لخوا جاري کړے شوي بيان ترمخه  داولسي وګړو دتحفظ لپاره فول پروف سيکورټي پلان تيار کړے شوےدے، د٥٥٠٠ نه زيات پوليس افسران اؤ اهلکار په ميدان کښې موجود د. په ټول ښار کښې هائي الرټ دے اؤ اضافي ګشت هم روان دے. د اس سورو پوليسو، ليډيز فورس، سنيفر ډاګز اؤ ډرون کيمرو دلارې سخته نګراني روانه ده، دابابيل سکواډ، سټي پيټرولنګ فورس اؤ اے ټي ايس هم متحرک دي، ټريفک روانۍ لپاره خصوصي پلان جوړ کړے شوے دے، د١٠٠٠ؤ نه زيات ټريفک پوليس اهلکار په ډيوټۍ موجود دي. دعيدګاه اؤ حساسو مسجدونو بي ډي يو سويپنګ شوے، په ساده کپړو کښې هم اهلکار تعينات کړے شويدي. دهوائي ډزو کوونکو لپاره زيرو ټالرنس پاليسي ساتل شوې اؤ په خلاف ورزۍ به سخته قانوني کارروائي کولے شي، عوامو ته اپيل شوے دے چې دوړوکياختر  په موقعه دامن وامان برقراره ساتلو لپاره دپېښور پوليس ملګرتيا وکړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي