رحيم يار خان،دعمارت دچت راپريوتو له امله دبې نظيرې پېسې ترلاسه کوونکې اته زنانه مې،76 ژوبل
رحيم يار خان( وحدت خبر) د پنجاب صوبې رحيم يار خان ښار کښې د يو عمارت د چت پرېوتو له امله 8 ښځې مړې او 76 ژوبل شوې دي۔ د ريسکيو 1122 له مخې، د رحيم يار خان د چک 125 پي په سيمه کښې دا پېښه د پير په ورځ هغه وخت رامنځته شوه کله چې ګڼ شمېر ښځې د بې نظير انکم سپورټ پروګرام د امدادي پيسو اخيستو لپاره د يو ريټيلر دوکان پۀ چت موجودې وې۔ د ريسکيو 1122، اېدهي او نورو امدادي ادارو ټيمونه سمدستي سيمې ته ورسېدل او ژوبل کسان ئې روغتون ته منتقل کړل۔ د ضلعي انتظاميې وياند له مخې، ژوبلو ته غوره طبي سهولتونه ورکول کېږي او د پېښې تحقيقات روان دي۔ د ريسکيو 1122 په وينا، د بې نظير انکم سپورټ پروګرام قسط اخيستو لپاره له 200 څخه زياتې ښځې پر چت راټولې شوې وې چې د کمزورۍ له امله پرېووتو. ژوبلې ښځې شيخ زيد روغتون ته منتقل کړل شوې دي او روغتون کښې بېړني حالت هم نافذ کړي شوي دي۔ وروسته د بهاولپور کمشنر مسرت جبين شيخ زيد روغتون ته ورسېده، د ژوبلو ښځو عيادت ئې وکړ او د علاج سهولتونو جاج ئې واخيستو. ډپټي کمشنر ظهير انور جپه د پېښې په اړه بريفنګ ورکړو او وې وئيل چې د مړو ښځو شمېر 8 ته رسېدلے، د بهاولپور کمشنر مسرت جبين ووئيل چې په پېښه کښې 76 ښځې ژوبلې شوې دي۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0