د قلم کتاب خلاف سازش

May 2, 2025 - 23:31
 0  4
د قلم کتاب خلاف سازش

ايمان حسين کائنات

 د بدبختۍ خبره ده چې په خوږ ملک کښې د سازشونو يو جال خپور دے او مونږ په يو دوه کښې حېران يو چې آخر داسې ولې کيږي. دلته هر سوال لاجوابه دے او هر جواب که راشي نو هغه ځانله يو سوال وي چې بنده نه يو دوه خطا کړي.  د بدقسمتۍ نه زه نن د قلم کتاب خلاف د سازش خبره کوم چې ټوله سوشل ميډيا د کنځلو ډکه ده او هرچا د خپلې کيمرې او مائيک په ذريعه قلم کتاب نه عجيبه څيز جوړ کړے دے چې د ملاکنډ يونيورسټۍ خبره راشي نو په کورونو کښې ميندې، پلاران ،وروڼه، خويندې وبوګنيږي او هر چاله حيا ورشي لکه چې په لاسو کښې ورته قلم کتاب يو خطرناک څيز وښکاري. زۀ هم يوه لور، يوه مور يم، خور يم، ښځه يم نو د دې واقعې تفصيل ته نه ځم ځکه چې يو خو تکرار جوړيږي او بله دا خبره کول هسې ماته مناسبه نه ښکاري. زه به د خپلې پښتونخوا د لور په لاسو کښې د قلم کتاب خلاف د سازش ذکر وکړم.

هسې خو زمونږ د ملک په يونيورسټو کښې هر ورځ د نوې نه يوه نوې واقعه کيږي او د سوشل ميډيا زبرګان ئې داسې په هوا کړي چې دا ټپه تري جوړه شي.

د ليونو سره مې کور شو

        د کور خبره مې کوټې ته خېژوينه

د پښتنو د کورونو خبرې د پنجاب په خله ماته لکه د کنځلو پۀ شان ښکاري چې آخر په نورو صوبو کښې يونيورسټو يا ادارو کښې به داسې واقعې نه کيږي

د دې نه زياتې واقعې حادثې کيږي خو درنه لمن هوا نه اړوي د پښتنو لمنې د هر چا نه درنې دي خو مونږ د ځانه خپله پرده پخپله اوچتوو. زما د خبرې مطلب د ملاکنډ سکينډل سر وينځل نه دي خو د ملاکنډ غوندې د ننګ ناموس خلق اوس د لور خور په لاس کښې قلم کتاب باندې ويريږي .دغه سکينډل که ذاتي وجوهات دي که نورې غلطۍ دي خو هغه خبره چې ټپ د يو لاسه نه خيژي که څوک شاګرده يا شاګرد د استاذ روحاني رشته په منفي توګه ونۀ چيړي نو دا رشته هيڅکله په خراب نوم ياديدې نشي بيا د هرې ادارې خپل قانون او ضابطې شته بايد چې د کور خبرې بهر ته لاړې نشي يونيورسټي، سکول کالج هر څه د يو کور مثال لري نو د خپل کور دروازې څوک چاته ولې پرانزي چې نور خلق پرې تورونه ولګوي د ادارو خپل مشران په ښه طريقه دغه سوال حل کولے شي. خو اخبارونه يا سوشل ميډيا خامخا داسې خبر د مرچ مصالحې پشان ولګوي او خوږې خلې ترخې کړي. بغېر د دې نه لکه چې دا هر څه نيمګړي وي .

د ملاکنډ يونيورسټۍ سکينډل هم په خبرونو تبصرو زر زر په هوا خپور شو دغه مسئله خو به عدالت فيصله کوي د يونيورسټۍ مشران به ئې په ښه طريقه حل کړي زه خو د قلم کتاب خلاف د سازش خبره کوم چې په پښتونخوا کښې هر ځاے جينکو ته د تعليم موقعې په لاس راغلي دي جينۍ ذات باندې والدينو اعتماد وکړو خو د بدقسمتۍ نه دغه اعتماد په داسې سازشونو ماتولو کوشش روان دے چې د استاذ د روحاني پلار درجه هم بدنامه شوه او د شاګردې عزت کښې ټولې جينکۍ هم په خپلو کورونو کښې د دې سازشونو نه بدنامې شوې. او چې بيا خبره په پردو کنډاوونو واوړېده نو بيا خو ترې د پښتنو د لمنې داغ جوړ شو.

اوس چې مونږ د خپل قلم کتاب  دغه حال وينو نو دا يو سازش وښکاري چې د پښتونخوا تعليمي ادارې داسې بدنامې شي او د جينکو تعليم يو ځل نيمګړے شي هلته افغانستان کښې د جينکو په تعليم پابندي او دلته داسې واقعات د يوې سلسلې کړۍ وښکاري خو زمونږ دا واردات ترې نور ډېر زيات افسوسناک دي چې زمونږ عزتونه، ننګ  او ناموس ورسره خراب شو والدين په شک کښې پريوتل چې زمونږ بچي خو يونيورسټو ته مونږ ډېر په اعتماد ليږلي وي او د ټولې دنيا سره پښتنو لوڼو باندې مونږ سيالي کوله مونږ د لوڼو او زامنو ترمينځه دا فرق هم ختمولو چې والدين زامنو ته يو شان ګوري لوڼو ته بل شان... مونږ والدينو خو دا فرق ختمولو چې سبا د ورور يوه خور محرومه نشي او دا لور چې د بل کور ته ځي چې ځان سره د تعليم رڼا يوسي او يوه تعليم يافته مور ښه اولادونه تربيه کړي خو د بده مرغه زمونږ په تعليمي ادارو کښې لور خور بيا يو سواليه نشان جوړ شو او د قلم کتاب خلاف دا سازش بيا وشو په دې سازش کښې که يوه شاګرده ملوث ده که روحاني پلار دا ظلم کړے وي دواړو د ټولو پښتنو عزتونو باندې داغ لګولے دے او بيا چې نورو خلقو د خپل شهرت دپاره دغه سکينډل له هوا ورکړې ده نو هغوي ټول زمونږ د لوڼو د عزتونو دښمنان دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي